اسلام آب??د۔23نومبر(اے پی پی)د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د نومبر په 24مه نېټه د بېلاروس د پلاوي او په 25 مه نېټه د بېلاروس د ولسمشر د دورې په تناظر کښې به اسلام آب??د په هر ډول محفوظ جوړولے شي ٬ هر هغه تن كوم چې په اسلام آب??د کښې د امن وضعې ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي٬ دا ځل به په اسلام آب??د كښې قانون خپل لاس كښې اخستونكے كوم وګړے بېرته لېږلے نه شي۔ د داخله چارو وفاقي وزير د پوليس فورس مورال لوړولو لپ??ره د خالي په ورځ پوليس لائنز ته لاړو۔ په دې موقع وفاقي وزير په پوليس لائنز كښې خپل خطاب كښې ووئيل د نومبر په 24مه نېټه د بېلاروس پلاوي او په 25م نومبر د بېلاروس ولسمشر د پاكستان دوره كوي ٬ د دې په تناظر کښې به مونږ له په هر صورت اسلام آب??د محفوظ ښار جوړول وي٬ ده ووئيل پولیس فورس له به دا باوري كولو له د یو ټیم په توګه کار كول وي۔ محسن نقوي ووئيل هر هغه څوک چې د اسلام آب??د امن او امان ته زيان رسوي ګرفتارولے به شي ٬ دا ??ل چې څوك هم په اسلام آب??د کښې قانون په لاس کښې اخلي هغه به بېرته لېږلے نه شي۔ ده وویل چې د خلکو ٬ د پولیس او قانون نافذونکو افسرانو ژوند په مونږ زيات ګران دے۔ ده هدايت وكړو چې د وظیفې ترسره كولو په مهال به تاسو له ټول حفاظتي سامان كارول او احتياطي تدبيرونه اختيارول وي۔ پوليس فورس له به هېلمټ او حفاظتي جېكټس هم كارول وي۔ محسن نقوي ووئيل دا ځل به هیچا ته په وفاقي پلازمینه کښې د امن وضعيت ته د زيان رسولو اجازه وركولې نه شي٬ امن په ځاے ساتلو او د وګړو د ځان او املاك حفاظت له به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ په دې موقعه د اسلام آب??د آئي جي ٬ چيف كمشن?? ٬ ??ي آئي جي اسلام آب??د ٬ پوليس او ګڼ شمېر پوليس افسران موجود وو۔
Nguồn bài viết : Livescore